په چک جمهوریت کې په یو اپارتمان کې د اورلګیدنې له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

په چک جمهوریت کې اورلګیدنې فاجعه رامنځته کړه

1469501
په چک جمهوریت کې په یو اپارتمان کې د اورلګیدنې له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

په چک جمهوریت کې په یو اپارتمان کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.

د چک جمهوریت پولیس ویلي دي چې  د نوموړي هیواد په شمال کې د موراویا ایالت اړوند بوهمین په سیمه کې په یو اپارتمان کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له نتیجه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ۳ تنه یي ماشومان دي.

پولیسو ویلي دي‌ چې اورلګیدنه د نوموړي‌ اپارتمان په ۱۱ م پوړ کې رامنځته شوې ده.

د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته ۵ تنو د اور لمبو نه د ځانونو د ژغورنې په خاطر د ۱۲ مو پوړ نه لاندې مځکې ته راګوزار کړي دي.

پنځو واړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اورلګیدنې نه وروسته سمدلاسه د اور وژنې ډلې سیمې ته راورسیدې او اور په وژلو يي پيل وکړ.

ویل کیږي‌ تر څو چې د اور وژنې ډلې د پيښې سیمې ته رارسیدې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

اور لمبې تر کنټرول لاندې راوستل شوي دي. د اورلګیدنې لامل نامعلوم دی په اړه يي څیړنې پيل شوي دي.



اړوند خبرونه