د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دندې استعفا وکړه
براین هوک له خپلې دندې استعفا وکړه
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پوپمیو د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له دندې نه د استعفا ورکولو نه خبر ورکړ.پمپیو په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې براین هوک د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازیتوب او بهرنیو چارو وزارت سر سلاکارۍ له دندو نه د استعفا کولو پریکړه کړې ده .
هغه ویلي دي چې هوک د تیرو ۲ کلونو راهیسې هوک دا دنده ترسره کوله او د خپلې دندې پر مهال يي د ایران پر وړاندې ډیر ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی.
پمپیو ویلي دي چې " هوک زما لپاره یو ډیر د باور او اعتماد وړ سلاکار او نږدې دوست وو. د هغه نه د ترسره کړو خدماتو له امله مننه کوم."
پمپیو وویل چې د هوک پر ځای د بل تن د مقرریدو پورې به د وینزویلا لپاره د امریکا ځانګړی استازی ایلوت ابرام د خپلې موجودې دندې سربیره د ایران د ځانګړي استازیتوب مسئولیت هم په غاړه واخلي.