ټرمپ : د کرونا ویروس په مسئله کې زما په څرګندونو څوک باور نکوي
ټرمپ : زه خلکو ته ګران نه یم
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې چې د کومو کسانو سره په ګډه کار کوي د هغوې نظریې د ټولو لپاره د منلو وړ دي خو زما نظر د چا لپاره د منلو وړ ندی.
ټرمپ وویل چې " زه چاته ګران نه یم "
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د وروستي وضعیت په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په خاطر په جوړه کړې خبري غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې په ګډه کارکوونکي د انتاني ناروغیو د متخصص انتوني فاوسي نظريې په ټولنه کې د هر چا لپاره و منلو وړ دي خو له بده مرغه چې دده نظریې د چا لپاره پدې اندازه د منلو وړ ندي.
هغه وویل چې ډاکټر فاوسي هم د امریکا د حکومت لپاره کار کوي. یعنې زمونږ سره په ګډه کار کوي. مونږ د نورو ډاکټرانو سره هم کار کولای شو. یعنې ډاکټر فاوسي حتمي خبره نده. دا ددې په معنا ده چې مونږ د فاوسي او نورو کسانو ډیره ښه اداره کړې ده . خو پوښتنه داده چې د کرونا ویروس په مسئله کې ولې خلک زما نظریو ته اهمیت نه ورکوي؟ زه چاته ګران نه یم. دا خبره کیدای شي چې زما د شخصیت پورې تعلق ولري.
د امریکا د کوینیپیک پوهنتون لخوا په ترسره شوې ټولپوښتنه کې معلومه شوې ده چې د امریکا ۶۷ سلنه خلک د کرونا ویروس په مسئله کې د ټرمپ په څرګندونو باور نلري. په همدې نظر پوښتنه کې بیا معلومه شوې ده چې خلک د فاوسي په څرګندونو پوره باور لري.