په جرمني‌ کې الوتکې سقوط کړی

په جرمني‌ کې یوه الوتکه په یو کور لویدلې ده

1461861
په جرمني‌ کې الوتکې سقوط کړی

په جرمني‌ کې په یو کور د الوتکې د غورځیدو له امله لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د جرمني‌ د ویسل په ښار کې په د یو کور په چت الوتکه ولویده.

پولیسو ویلي دي‌ چې پدې پيښه کې په الوتکې سپرو دوو تنو او یو تن په هغه کور کې چې الوتکه پرې غورځيدلې ده ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي دي‌ چې د الوتکې د لویدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو د پيښې په اړه پراخه تحقیقات پيل شوي دي.

د بله پلوه د ویسل د ښار د اور وژنې ادارې ویلي‌ دي‌ چې لویدلې الوتکې د مارل د ښار نه الوتنه کړې او د ویسل د ښار په هوايي ډګر کې ناسته کړې وې. لنډه موده وروسته الوتکې یو ځل بیا د ویسل د هوايي ډګر نه الوتنه وکړه چې څو شیبې وروسته یعنې هوايي‌ ډګر په دوه نیم کیلو مترۍ کې د یو کور په چت راولویده.

په نوموړي‌ کور د الوتکې د لویدو نه وروسته ستره اورلګیدنه رامنځته شوه چې د اور وژنې د ډلو لخوا مړ کړی شو.

د جرمني‌ رسنیو ویلي‌ دي‌ چې په هغه کور کې چې په چت يي الوتکه غورځيدلې ده یو تن ۲ کلن ماشوم ژوندی ژغورل شوی خو پلار يي ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه