ټرمپ د ترکیې د ولسمشر اردوغان نه د یو ډیر هوښیار مشر په توګه یادونه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د یو ډیر هوښیار شخص په توګه یادونه وکړه.

1460878
ټرمپ د ترکیې د ولسمشر اردوغان نه د یو ډیر هوښیار مشر په توګه یادونه وکړه

 

ټرمپ په راتلوونکې نوامبر میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دده د ستر رقیب جوبایدن نه د عقلي ناروغ په توګه یادونه وکړه او وویل چې بایدن د ولسمشرۍ د دندې لپاره مناسب کس ندی او ددې دندې کفایت نلري‌ ځکه چې هغه عقلي‌ ناروغ دی.

ټرمپ دا څرګندونې د فوکس تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې د ولسمشرۍ د ندې لپاره ډیر بااسعتداده او هوښیار کس پکار دی.

د بیلګې په توګه د چین ولسمشر شي جین پینګ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان . دا ټول ډیر هوښیار او وړ کسان دي.

ټرمپ‌ ویلي‌ دي‌ چې زمونږ په مخاطبینو کې داسې ولسمشر شتون نلري چې هغه بااستعداده او هوښیار نوي.



اړوند خبرونه