امریکا د ترکیې په مسئله کې په اروپا سختې نیوکې وکړې

امریکا : اروپایان د لیبیا په مسئله کې یواځې د ترکیې پر خلاف غږ اوچتوي‌ د متحده عربي‌ اماراتو، روسیې او مصر په کړونو سترګې بټوي

1456555
امریکا د ترکیې په مسئله کې په اروپا سختې نیوکې وکړې

امریکا متحده ایالتونو پر اروپايي هیوادونو په لیبیا د وسلو د بندیز په مسئله کې یواځې د ترکیې پر خلاف د غږ لوړولو او په  روسیې ، متحده عربي‌ اماراتو او مصر د سترګو پټولو له امله ډیره سخته نیوکه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نږدې ختیځ د چارو د سر سلاکار مرستیال ډیوید شنیکر د جرمني مارشال په نامه د مطالعاتي‌ مرکز لخوا په جوړه شوې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې اروپایان د لیبیا د نښتو او پدې هیواد د لګول شوو وسلو بندیز په مسئله کې صمیمي ندي.

اروپایان په دوامداره توګه د ملګروملتونو لخوا د لګول شوو وسلو بندیز سره د مرستې کولو په خاطر په مدیترانه کې  د خپلو فعالیتونو نازي.

هغه وویل چې ددوې یواځنی کار د ترکېې د وسله والو ځواکونو لخوا لیبیا ته د استوونکو توکو مخنیوی او خنډ رامنځته کول دي. همداشان د متحده عربي اماراتو، روسیې او مصر مخه تر اوسه پورې هیچا نده نیولې. د ددې هیوادونو وړاندې کله هم خنډ رامنځته نکړ. ددوې سترګې یواځې ترکیه ویني او په نورو بیا سترګې پټوي.

هغه وویل پداسې حال کې چې اروپا لیبیا په مسئله لا زیات څه کولی شي خو د خواشینۍ مسئله داده چې هیڅ نه کوي. که چیرې اروپایان د لیبیا په مسئله کې صمیمي وی ، د هر چا لخوا چې د لیبیا په مسئله کې د بندیزونو سرغړونه کوله  لږ تر لږه باید نوم ورته افشا کړی وی.

اروپايي هیوادونه که نور څه نشي کولې دا خو کولی شي چې په لیبیا کې د نامشروع وسله والو ځواکونو د قومندان کودتاچي حفتر پر خلاف جنګیدونکي‌ د روسیې د واګنر جنګیالي په تور لست کې شامل کړي.

کیدای شې چې پدې مسئله کې د روسیې  د غبرګون نه ډار ولري. خو که چیرې د لیبیا په مسئله کې جدي‌ رول ونه لوبوي هر څه به لا پسې خراب شي.



اړوند خبرونه