د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې په نښته کې د یو اذربایجاني‌ جنرال په ګډون ۷ تنه افسران شهیدان شول

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه په پوله کې په نښته کې د اذربایجان د پوځ د یو تن تورن جنرال او یو تن ډګروال په ګډون ۷ تنه پوځيان په شهادت رسیدلي‌ دي.

1454838
د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې په نښته کې د یو اذربایجاني‌ جنرال په ګډون ۷ تنه افسران شهیدان شول
ermenistan mevzileri.jpg
azer.-erm. catisma.jpg

 

دا خبره د اذربایجان د دفاع وزارت مرستیال کریم ولیوف وکړه .

هغه وویل چې د تیرو دوو ورځو راهیسې د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د روانو نښتو په ترڅ کې د ارمنستان د پوځ اړوند یو زیات شمیر پوځي زغروال موټرې او موضعګانې له منځه وړي‌ دي.

هغه وویل چې د ارمني‌ ځواکونو په متقابلو بریدونو کې څه باندې سل تنه ارمني  ځواکونه وژل شوي او د اذربایجان ځواکونو ته هم ځاني‌ تلفات اوښتي‌ دي.

هغه وویل چې د نن سهار په نښتو کې د تورنجنرال پولاد هاشیموف او  ډګروال ایلګار میرزایوف په ډیره میړانه او قهرمانۍ سره شهیدان شول.

هغه زیاته کړه چې  پدې نښته کې د اذربایجان د پوځ دوه تنه جګړن، دوه تنه افسران او یو تن هم سرتیری په شهادت رسیدلی دی.

د اذربایجان د دفاع وزارت د ارمنستان د ځواکونو لخوا د اذربایجان د پوځیانو په موضعګانو د بریدونو اړوند ثبت کړی فلم  خپور کړی دی.

د ویلو ده چې د ارمنستان پوځ د تیرې یکشنبې په ورځ د ارمنستان سره په پوله کې د اذربایجان د تووز په سیمه کې د اذربایجان د ځواکونو په موضعګانو بریدونه وکړل. د اذربایجان د پوځ لخوا سمدلاسه متقابل بریدونه پيل شول او ارمني‌ ځواکونه په شا کیدو ته اړ شول.

ارمني ځواکونو پرون د غرمې په ساعتونو کې د تووز په سیمه کې د په ملکي‌ استوګنځایونو د توپخانې او هاوان توپونو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې بعضو کورونو ته مالي‌ زیانونه واوښتل.

همداشان ارمني‌ ځواکونو نن سهار یو ځل بیا په ملکي‌ کلونو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یو تن ملکي‌ وګړي ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه