د جرمني د لومړي وزیر د دفتر یو تن کارکوونکی جاسوس راوخوت
په جرمني کې د حکومت د ویاند او په عینې وخت کې د رسنیو او معلوماتو د رئیس ستیفن سیبرټ د دفتر یو تن کارکوونکی د مصر د استخباراتو جاسوس راوخوت.
ویل کیږي نوموړي کس د کلونو کلونو راهیسې د مصر د استخباراتو ادارې لپاره جاسوسي کوله.
د جرمني د اساسي قانون د محافظت تشکیلاتو لخوا پرون اعلان شوي د ۲۰۱۹ کال په اړه په راپور کې ویل شوي دي چې د حکومت د رسنیو او معلوماتو د دفتر د یو تن کارکوونکي په اړه چې د کلونو کلونو راهیسې د مصر استخباراتو ته لپاره کار کوي په تور د فدرال څارنوالۍ لخوا تحقیقات پیل شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د مصر استخباراتو په جرمني کې میشت د مصر د حکومت د مخالفینو او ژورنالستانو د تعقیب په خاطر په جرمني کې فعالیت کوي.
د جرمني د بیلډ ورځپاڼې د خبر له مخې نوموړي جاسوس د جرمني د حکومت د رسنیو دفتر میملنو منلو په څانګه کې دنده درلوده او نوموړي په جرمني کې د میشتو ټولو مصري ژورنالستانو په اړه پوره معلومات درلودل.
په خبر کې راغلي دي مصر چې د ډیکټاټور سیسي لخوا اداره کیږي اشکنجه او اعدام سزاګانې پکې په نورماله توګه عملي کیږي. د مصر د ډیکټاتور حکومت لخوا مخالف ژورنالستان د کلک تعقیب لاندې نیول شوي دي.