د امریکا نامتو سندر غاړي تور پوستي کانیا ویسټ د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه
د ټرمپ قوي ملاتړ سندر غاړي تور پوستي کانیا ویسټ د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه
په امریکا متحده ایالتونو کې د رپ موسیقۍ نامتو سندر غاړي تور پوستي کانیا ویسټ د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.
کانیا ویسټ چې د ولسمشر ټرمپ د قوي ملاتړو نه وو د خپل ټویټر پاڼې له لارې د امریکا په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون پريکړه اعلان کړه.
هغه وویل چې خپله نوماندي رسمآ اعلانوي.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " په خدای باور او کاري پلان په یو ځای کولو سره د خپل راتلوونکي د جوړولو لپاره د امریکا ژمنې باید عملي کړو. د امریکا د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلانوم."
د بله پلوه د امریکا د تیسلا د شرکت خاوند مشهور میلیاردر ایلون ماسک د کانیا ویسټ نه د ملاتړ اعلان کړی دی.
هغه د کانیا ویسټ د ټویټ لاندې لیکلي دي چې ترینه پوره ملاتړ کوي.
د بله پلوه کانیا ویسټ میرمن کیم کارداشیان چې د امریکا مشهوره څیره ده هم د خپل میړه د نوماندۍ نه ملاتړ اعلان کړی دی.
دا چې کانیا ویسټ به د خپلۍ نوماندۍ لپاره رسمي اوراق د ټاکنو کمیسیون ته سپارلي دي او که نه پدې اړه څه ندي ویل شوي.