په مکسیکو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د تداوۍ په مرکز د وسله وال برید سره قتل عام رامنځته شوی دی

په مکسیکو کې په نشه يي‌ توکو د روږدو د تداوۍ پر مرکز خونړی برید شوی

1447256
په مکسیکو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د تداوۍ په مرکز د وسله وال برید سره قتل عام رامنځته شوی دی

 

په مکسیکو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د تداوۍ په مرکز د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پيښه د نوموړي هیواد د ګواناخوادو په ښار کې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو شمیرو له مخې پدې وسله وال برید کې لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه شوی‌ دي.

د ویلو ده چې د جون په شپږمه نیټه هم وسله والو کسانو پدې ښار کې د نشه يي توکو باندې د روږدو کسانو د تداوۍ په یو بل مرکز هم وسله وال برید کړی وو چې په نتیجه کې لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د مکسیکو کې د ګواناخوادو ښار چې  لویو موټر د تولید د مهمو مرکزونو نه یادیږي‌ پدې وروستیو کې وخت نا وخته د نشه يي توکو د قاچاقبرو ډلو ترمنځه د نښتو او دېته ورته وسله والو بریدونو شاهدي کوي.



اړوند خبرونه