هندوستان د چین سره په پوله کې یو بل مهم ګام اوچت کړ
هندوستان داځل د چین سره په پوله کې ټانکونه او توپونه ځای په ځای کړل.
هندوستان او چین په پوله کې د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه د فزیکي نښتې نه وروسته هندوستان لومړی د چین سره په پوله کې دفاعي توغندیو سیستم ځای په ځای کړ او اوس يي ټانکونه او توپونه ځای په ځای کړل.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې هندوستان د چین سره د موجودې ۱۵۹۷ کیلومتره په اوږدوالي سره په پوله کې د ګالوان په وادي کې توپونه او ټانکونه ځای په ځای کړي دي.
هندوستان ددې ګام نه په سیمه کې د سولې د ټینګښت په خاطر د یو اقدام په توګه یادونه کړې ده .
همداشان دا اقدام ددې سربیره په سیمه کې د هر ډول منفي پرمختګونو د مخنیوي پر وړاندې د تدابیرو په خاطر هم اوچت شوی دی.
د ویلو ده چې هندوستان د چین سره په پوله کې د تاوتریخوالي نه وروسته په هیمالیا په غرونو کې د لادیخ په سیمه کې د مځکې نه هوا ته دفاعي توغندیو سیستم ځای په ځای کړ.
د ویلو ده چې د روان کال د جون په ۱۵ مه نیټه د هندوستان په شمال ختیځ کې د لادیخ په سیمه کې د هندي او چینايی پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته وشوه چې په نتیجه کې ۲۰ تنه هندي سرتیري مړه او ګن شمیر نور ټپيان شول.
دا نښته وروسته د هغه وشوه چې چینايي ځواکونه د مې د میاشتې په وروستیو کې د لادیخ سیمې ته چیرته چې چین هم د حق دعوا کوي راتیر شول او درې امنیتي پوستې جوړې کړې.
هندي ځواکونو په کراتو چینايي ځواکونو ته د سیمې نه د په شا کیدو خبرداری ورکړی وو خو چینايي ځواکونو ورته توجه نوه کړې.
ددینه وروسته لفظي شخړه په فزیکي شخړې بدله شوه چې دواړو خواو ته پکې ځاني تلفات واوښتل.