هندوستان د چین سره په پوله کې دفاعي توغندیو سیستم ځای په ځای کړ
د هندوستان لخوا د چین پر وړاندې مهم ګام اوچت شو
د هندوستان او چین د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه د فزیکي نښتې نه وروسته چې په نتیجه کې په لسګونو تنو هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو هندوستان د چین سره په پوله کې د هیمالیا په غرونو کې په لادیخ کې د مځکې نه هوا ته د دفاعي توغندیو سیستم ځای په ځای کړ.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د هندي مقاماتو له قوله لیکلي دي چې د چین د جنګي الوتکو او جنګي چورلکو لخوا د رامنځته کیدونکې هر ډول ستونزې د مخنیوي په خاطر د هندوستان پوځ په سیمه کې دفاعي توغندیو سیستم ځای په ځای کړ.
هندوستان پداسې حال کې دا ګام اوچت کړ چې پدې وروستیو کې د چین لخوا د دواړو هیوادونو د موجودو پولو د پاسه د جنګي الوتکو او جنګي چورلکو الوتنې د پام وړ ډیرې شوې وې.
د یادولو وړ ده چې د جون د میاشتې په ۱۵ مه نيټه د هندوستان په شمال ختیځ کې د لادیخ په سیمه کې د چین سره په پوله کې د هندي او چینیايي پوله ساتو ځواکونو ترمنځه فزیکي نښته شوې وه چې په نتیجه کې ۲۰ تنو هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګن شمیر نور ټپيان شوي وو.
دا نښته هله رامنځته شوې وه چې چینايي پوله ساتي ځواکونه د مې د میاشتې په وروستیو کې د لادیخ سیمې ته راتیر شوي وو او په درې نقطو کې خیمې وهلې وې او پوستې جوړې کړې وې.
د چین او هندوستان ترمنځه ۳۵۰۰ کیلومتره ګډه پوله شتون لري چې په لویه برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د حاکمیت په اړه اختلافات دوام لري.
د چین حکومت په سویلي تیبت باندې مشهور د هندوستان اروناچال پرادیش په ایالت کې د ۹۰ زره کیلومتره سیمې باندې د حق ادعا کوي.
د بله پلوه هندوستان بیا د چین لخوا د اقساي چین په سیمه کې د ۳۸ زره کیلومتره سیمې د اشغالیدو ادعا کوي.