د بلجیم پارلمان د اسراییلو د پلان پر خلاف طرحه تصویب کړه

د بلجیم پارلمان د اسراییلو لخوا د فلسطین خاوره په خپلې خاوره کې د ګډولو د پلان پر خلاف د مناسبو ګامونو د اوچتولو اړوند د طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

1443906
د بلجیم پارلمان د اسراییلو  د پلان پر خلاف طرحه تصویب کړه

 

دا طرحه چې د زرغون ګوند لخوا پارلمان ته وړاندې شوې وه د ۳۹ ممتنع رایو په مقابل کې د ۱۰۱ موافقو رایو سره تصویب شوه.

پدې طرحه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي چې د بلجیم حکومت باید  اسراییلو د یو پلوي‌ الحاق پلان او یا د لویدیځې تراړې ځينې سیمې او  یا د فلسطین خاوره په خپله خاوره کې د ګډولو پر خلاف باید لازم اقدامات ترسره کړي.

همداشان په طرحه کې راغلي دي  که چیرې اسراییل خپل دا پلان عملي کړي بلجیم حکومت به په ټوله اروپا کې د اسراییلو پر خلاف د مناسبو جزايي تدابیرو د نیول کیدو په اړه د خپل وس او توانه پورې فعالیت وکړي.

دا طرحه چې کوم قانوني حکم نلري خو د پارلمان لخوا په اکثریت سره د منل کیدو له امله د عملي کیدو احتمال يي ډیر لوړ دی. د بلجیم حکومت کیدای شي‌ چې ددې طرحې په رڼا کې د نړۍوالې ټولنې سره په ګډه اسراییل د الحاق د پلان نه د لاس په سر کولو په خاطر په ګډه کار او همکاري‌ وکړي.

د بله پلوه  نن د بلجیم پارلمان ته فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د رسمیت پیژندو په خاطر یوه بله طرحه وړاندې شوې ده.  تمه کیده چې نن پدې طرحې رای اچونه وشي خو رای اچونه او په طرحې بحث او غور راتلوونکې چارشنبې ورځې ته وځنډول شوه.

پدې طرحه کې چې په رسمي‌ ډول فلسطین  د یو خپلواکه دولت په توګه د په رسمیت پیژندو غوښتنه شوې ده همداشان د نورو اروپايي هیوادونو نه هم فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د په رسمیت پیژندو غوښتنه شوې ده .



اړوند خبرونه