فیسبوک د ټرمپ ځیني اعلانات او پيغامونه پاک کړي دي
فیسبوک ویلي دي چې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ځیني اعلانات او پيغامونه يي د نفرت نه ډکو محتویاتو له امله پاک کړي دي
د ټولنیزې مډیا مشهورې پاڼې فیسبوک د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ د ټاکنیز کمپاین اړوند د ځینو اعلانانو او خپرو شوو پيغامونو د نفرت نه ډکو محتویاتو له امله د پاکولو نه خبر ورکړی دی.
د فیسبوک ویاند اندي ستون سي ان ان ته ویلي دي چې ټرمپ د ښي اړخه ډلې انتیفا پر خلاف په خپرو کړو اعلاناتو او پيغامونو کې د نازي سمبولونو او پدې سمبولونو سمبال ویدیو یا انځورونه کارولي وو چې دا ټول پاک شوي دي.
هغه وویل چې دا ډول اعلانات او پیغامونه چې د منع شوو نفرت نه ډکو ډلو سمبولونو نه پکې کار اخیستل شوی دی په ښکاره توګه پکې د فیسبوک د شرکت د سیاستونو نه سرغړونه شوې وه چې د همدې امله يي پاک کړي دي.
همداشان د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د چارواکیو لخوا په ځینو اعلاناتو کې کارول شوي چپه سور رنګی مثلث سمبول په نازي کمپونو کې د سیاسي زندانیانو پر خلاف کین اړخي سازمان په توګه مشهور د انتیفا استازیتوب کوي. د انتیفا سازمان هم یو څه موده مخکې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ترهګري سازمان په توګه اعلان شو.
اړوند خبرونه
د روسیې په داغستان سیمه کې په وسله وال بریدونو کې د پولیسو په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په داغستان کې په هممهاله بریدونو کې د ۱۵ تنو پولیسو په ګډون ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې