په امریکا متحده ایالتونو کې په یو شپې کلوپ  وسله وال برید شوی دی.

د امریکا د تکزاس په ایالت کې د شپې په کلوپ‌ وسله وال برید شوی

1435167
په امریکا متحده ایالتونو کې په یو شپې کلوپ  وسله وال برید شوی دی.

 

د امریکا د تکزاس په ایالت کې د شپې په کلوپ د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د تکزاس امنیتي‌ سرچینو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پیښه د د سن انتونیو په ښار کې رامنځته شوې ده .

امنیتي‌ سرچینې ویلي  دي‌ چې یوه ډله چې د دوو نارینه او درې تنو ښځو نه جوړه وه غوښتل يي چې د شپې یو کلوپ ته داخل شي‌ چې د ډیر زیات نشه والي‌ له امله ورته کلوپ ته د ننوتو اجازه ورنکړل شوه.

د نوموړې ډلې نه یو تن يي په قهر د موټر نه وسله راوخیسته او د شپې په کلوپ يي ډزې وکړې.

د ډزو له امله لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه ۵ تنه ښځې او ۳ ته يي نارینه دي. ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه