نیویارک ټایمز لخوا د افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتیرو د ویستو د پلان په اړه مهمه ادعا.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپانې د ولسمشر ټرمپ لخوا  د افغانستان نه د ټولو امریکايي‌ ځواکونو د ویستو د پلان په اړه یوه ډیره مهمه ادعا کړې ده .

1423959
نیویارک ټایمز لخوا د افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتیرو د ویستو د پلان په اړه مهمه ادعا.

 

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ولسمشر ټرمپ د نوامبر په میاشت کې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو نه مخکې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو ویستو پلان لري  او د دفاع وزارت ددې مسئلې په اړه  ټول پلانونه جوړ کړي‌ ادعا کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپانې دا ادعا د ځینو امریکايي مقاماتو له قوله کړې ده .

یادې شوې ورځپاڼې ویلي دي چې پوځي‌ مقامات به ددې مسئلې په اړه په راتلوونکو ورځو کې ولسمشر ټرمپ ته هر اړخیز معلومات ورکړي.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې ټرمپ‌ غواړي چې د نوامبر د میاشتې نه مخکې د افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونه وباسي‌ خو پنټاګون بیا ولسمشر ټرمپ ته پدې مسئله کې د بیړي‌ نه کولو وړاندیز کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند سره ددې چې د مسئلې په اړه د ځواب ورکولو نه ډډه کړې ده خو ویلي‌ دي چې د امریکا او ټرمپ ترمنځه د شوي‌ هوکړه لیک په مطابق امریکا غواړي چې د جولای تر میاشتې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټه کړي‌ او دم ګړۍ ددې پلان د عملي‌ کولو په خاطر د افغانستان نه د سرتیرو د ویستو لړۍ دوام لري.

ویاند د خبریالانو د ډیر ټینګار سره سره وویل چې نه غواړي چې د نوي پلان او یا د پنټاګون لخوا ولسمشر ته د مسئلې په اړه د هر اړخیزو معلوماتو ورکولو په اړه څه ووايي.



اړوند خبرونه