په روسیه کې د بوډاګانو د پالنې په مرکز کې اورلګیدنې ګن شمیر کسان وژلي‌ دي

په روسیه کې د بوډاګانو د پالنې په مرکز کې  د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1414806
په روسیه کې د بوډاګانو د پالنې په مرکز کې اورلګیدنې ګن شمیر کسان وژلي‌ دي

 

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه کراسنا ورسک په ښار کې د بوډاګانو د پالنې په یو مرکز کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې د بوډاګانو د پالنې په مرکز کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو پر مهال ۲۹ تنو شتون درلود چې ۹ تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي‌ چاودنه د بایلر د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي‌ دا ښار د پلازمینې مسکو اړوند  او د مسکو په لمنو کې شتون لري.

ویل کیږي‌ چاودنه د ودانۍ په دویم پوړ کې رامنځته شوې وه چې وروسته ټولې ودانۍ ته خوره شوې ده .

د بوډا پالنې دا مرکز یو خصوصي‌ مرکز دی .


پيوندونه: #اورلګیدنه , #روسیه

اړوند خبرونه