امریکا د سعودي عربستان نه خپلې وسلې او ځواکونه وباسي ادعا شوې ده
امریکا متحده ایالتونه د سعودي عربستان خپل دفاعي پاترویوت سیستم او یوه برخه ځواکونه وباسي ادعا شوې ده .
د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونو د حوثي یاغیانو لخوا په سعودي عربستان کې د تیلو تر ټولو په ستر چاڼځایونو د برید نه وروسته په سعودي عربستان کې ۴ د پاترویوت دفاعي توغندیو دستګاوې ځای په ځای کړې.
د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د بعضو امریکايي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې امریکا متحده ایالتونه د سعودي عربستان نه د پاترویوت دفاعي توغندیو د دستګاو سربیره د هوايي ځواکونو اړوند دوه جنګي الوتکې هم ویستي دي. همداشان امریکا پلان لري چې د بصرې په خلیج کې هم خپل د خپلو ځواکونو تعداد راټیټ کړي.
بعضو امریکايي چارواکیو او شننونکو ویلي دي چې د ټرمپ د حکومت دا اقدام د تیلو د بیې په مسئله کې د سعودي عربستان لخوا د امریکا د خبرې د نه اوریدو پر خلاف غبرګون دی خو بعضو نورو بیا ویلي دي چې دا اقدام ایران نور په سیمه کې د امریکا لپاره کوم جدي تهدید نه تشکیلوي په اړه پيغام دی.