روسیه په سیمه کې د کرونا ویروس په نوي‌ مرکز د بدلیدو پر لورې روانه ده.

په روسیه کې په یو ورځ کې د کرونا ویروس څه باندې ۱۱ زره مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1412649
روسیه په سیمه کې د کرونا ویروس په نوي‌ مرکز د بدلیدو پر لورې روانه ده.

 

په روسیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د کرونا ویروس ۱۱ زره ۲۳۱ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.

د ویلو ده چې په  روسیه کې  چې د تیرو څلورو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول هر ورځ د کرونا ویروس د څه باندې  لسو زرو مثبتو پيښو نه خبر ورکول کیده په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دا رقم د ۱۱ زرو نه هم لوړ شو.

په سیمه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱زره ۲۳۱ تازه مثبتو پيښو د ثبتیدو سره د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۷ زره ۱۶۰ ته لوړه شوه.

همداشان پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پډې ډول د مړو شمیره ۱۶۲۵ تنو ته لوړه شوه.



اړوند خبرونه