ټرمپ : په امریکا کې د کرونا ویروس ځاني تلفات کیدای شي د ۸۰ نه تر ۹۰ زرو پورې لوړ شي
ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو د اټکل کچه لوړه کړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ وویل چې کیدای شي په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۸۰ نه تر ۹۰ زرو تنو پورې لوړه شي .
ټرمپ دا څرګندونې د فوکس نیوز تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
همداشان ټرمپ وویل چې امریکا به د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ویروس ضد واکسین خاوند شي.
هغه زیاته کړه چې امریکا د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ پر خلاف د مبارزې بهیر ډیر بریالی دی او د نیول شوو تدابیرو په چوکاټ کې تړل شوی کاروبار غواړو چې په بعضو ایالتونو کې پړاو په پړاو نورمال حالت ته راوګرځو.
ټرمپ د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسې په نظر په امریکا کې به د کرونا ویروس ځاني تلفاتو شمیره څو ته لوړه شي ؟ وویل ، په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره د شوو اټکلونو له مخې کیدای شي چې د ۸۰ نه تر ۹۰ زرو تنو پورې لوړه شي.
ټرمپ ددینه وړاندې د کرونا ویروس له امله په هیواد کې د ۶۰ نه تر ۶۵ زرو تنو پورې د ځاني تلفاتو اټکل کړی وو.
ټرمپ وویل په امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو ارقام په ښې کچه کې قرار نلري خو که چیرې د نورو هیوادونو سره پرتله کړو ډیر بد ندي.
ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس ضد د واکسین جوړولو د چارو په اړه هم معلومات ورکړل. هغه وویل چې د واکسین د جوړولو په اړه ډیرې قوي هلې ځلې او تحقیقات دوام لري. د ۲۰۲۰ کال تر پایه به امریکا د کرونا ضد واکسین خاوند شي.