د روسیې لومړی وزیر په کرونا ویروس اخته شوی دی

د روسیې لومړی وزیر میخایل میشوستین په کرونا ویروس اخته شوی دی.

1408701
د روسیې لومړی وزیر په کرونا ویروس اخته شوی دی

 

دا خبره پخپله د روسیې لومړي‌ وزیر وکړه.

د روسیې لومړي‌ وزیر په پلازمینه مسکو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ویدیو کنفرانس له لارې په غونډه کې وویل چې د کرونا ویروس ټسټ نتیجه يي مثبته ده.

هغه وویل چې د ډاکټرانو او چارواکیو د توصیو له مخې به ځان قرنطین کړي.

هغه د قرنطین پر مهال د لومړي‌ وزیر د سرپرست په توګه خپل لومړی مرستیال اندري‌ بیلوسوف  ولسمشر پوتین ته پیشنهاد کړ.

ولسمشر پوتین د لومړي‌ وزیر د پیشنهاد له مخې د هغه لومړی مرستیال د لومړي‌ وزیر د سرپرست په توګه وټاکه.

پوتین لومړي‌ وزیر میشوستین ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه