په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۵۴ زرو تنو نه واوښته

په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره یو میلیون تنو ته نږدې شوه

1405385
په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۵۴ زرو تنو نه واوښته

په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې درې میلیونو ته نږدې شوې. همداشان په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۰۳ زرو تنو نه واوښته.

د بله پلوه په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۵۴ زرو تنو نه تیره شوه.

په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۹۶۰ زره ۸۹۶ تنو ته رسیدلې ده .

د امریکا د نیویارک په ښار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۲۸۸ زره ۳۱۳ تنو ته او د مړو شمیره ۲۱ زره ۹۰۸ تنو ته لوړه شوې ده .

د امریکا د نیویارک د ښار ښاروال درملتونونو ته د کرونا ویروس د ټسټ کولو اجازه ورکړه.

هغه  اعلان وکړ چې ددینه وروسته په نیویارک کې  درملتونونه کولای شي‌ چې  د کرونا ټسټونه وکړي.



اړوند خبرونه