جرمني په پام کې لري‌ چې د مې په دریمه جوماتونه پرانیزي

جرمني‌ د مې د میاشتې په دریمه نیټه تړل شوو عبادتخانو پرانیستو ته چمتوالی نیسي.

1402730
جرمني په پام کې لري‌ چې د مې په دریمه جوماتونه پرانیزي

 

په جرمني‌ کې د اسلامي‌ شورا رئیس برهان کیسه جي د کورنیو چارو وزارت سره د ترسره کړې لیدنې نه وروسته  وویل چې د دیني‌ جماعتونو په توګه مو په خپلو عبادتخانو کې څرنګه عبادت وکړو په اړه مو یوه طرحه جوړه کړې  چې مرکزي‌ حکومت او ایالتي‌ ادارو ته به يي‌ وړاندې کړو.

هغه وویل چې د بعضو تدابیرو په نیولو سره غواړو چې د مې د میاشتې په پيل کې جوماتونه پرانیزو. زمونږ چمتوالی د مې د میاشتې د ۳ نیټې ته دی. خو بیا هم  دا مسئله د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ د سیر او سیاستوالو لخوا د اوچتیدونکو ګامونو پورې اړه لري. زمونږ هدف  د مې په دریمه نیټه د جوماتونو پرانیستل دي.

هغه وویل چې د نیول کیدونکو تدابیرو په اړه د اسلامي‌ ټولنو سره سلامشورې دوام لري. ددې نه وروسته به هم د ټولنیزې مصافې  عملي‌ کولو ته به دوام ورکړو.

په جوماتونو کې مو د اودس خونو د تړولو په مسئلې سلا کړې ده . همداشان داسې ویل کیږي‌ چې د جوماتونو د غالیو نه هم ویروس د یو نه بل ته انتقالیدلی شي‌ چې د همدې امله پریکړه شوې ده چې هر سړی باید جومات ته د ځان سره جای نماز راوړي.

همداشان په جومات کې په   صفونو  کې د لمونځ کوونکو ترمنځه د مصافې په اړه  سلا مشورې دوام لري چې وروستۍ پریکړې به د ټولو سره شریکې کړو.


پيوندونه: #جرمني , #جوماتونه

اړوند خبرونه