په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰۹۹۳ تنو لوړه شوه
په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۳۴۷ زرو تنو ته لوړه شوه
په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۰ زرو او ۹۹۳ تنو ته لوړه شوه.
همداشان پدې هیواد کې په ویروس د اخته کسانو شمیره ۳۴۷ زرو تنو نه واوښته.
په امریکا کې یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په اړه وویل چې د دښمن سره په هره جبهه کې جنګیږو. هغه وویل چې ۳ زره تنه روغتیايي پرسونل يي په امریکا کې د کرونا ویروس په مرکز بدل شوي د نیویارک ښار ته استولي دي.
ټرمپ وویل چې ددینه وروسته به پخپله او د هغه مرستیال مایک پنس هم په منظم ډول سره د کرونا ویروس معاینه وخت په وخت وکړي.
په امریکا کې د کرونا ویروس په مرکز بدل شوي د نیویارک په ښار کې د کرونا ویروس له امله ځاني تلفات او په ویروس د اخته کسانو شمیره د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.
په نیویارک کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۷۵۸ تنو ته لوړه شوې. همداشان پدې ایالت کې د مثبتو واقعو شمیره ۱۳۱ زره ۸۱۵ تنو ته لوړه شوې ده.
د امریکا چارواکي خبرداری ورکوي چې تر اوسه پورې لا بدې ورځې زمونږ په انتظار کې دي.
د امریکا د ویسکونسین په ایالت کې د اپریل په ۷ مه نیټه پلان شوې د ولسمشرۍ ابتدايي ټاکنې د جون ۹ مې نیټې ته وځنډول شوې.
د بله پلوه د ولسمشر ټرمپ په امر کې نیویارک ته په استول شوې کښتۍ روغتون په پرسونل کې هم د کرونا ویروس تشخیص شوی دی.