په نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره د یو میلیون تنو نه واوښته.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۱ زرو تنو نه واوښته

1390196
په نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره د یو میلیون تنو نه واوښته.

 

د ویلو ده چې په امریکا کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره د کووید ۱۹ ویروس د اصلي‌ مرکز چین درې برابرو ته لوړه شوه.

په امریکا متحده ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره  ۲۴۴زرو او ۷۷۱ تنو ته لوړه شوه.

په امريکا کې د مړو شميره بيا ۶۰۷۲ تنو ته لوړه شوې ده.

همداشان په ایټالیا کې بیا د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۱۱۵ زرو او ۲۴۲ تنو ته او په اسپانیا کې بیا دا شمیره ۱۱۷ زرو ۷۱۰ ته رسیدلې ده.

په جرمني‌ کې بیا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۸۴ زره ۲۶۴ تنو ته لوړه شوې ده.

د کرونا ویروس په اصلي‌ مرکز چین کې بیا د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۸۱ زره ۵۸۹ تنه ده.

د ویلو ده چې په فرانسه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۵۹ زره ۱۰۵ تنه، په ایران کې ۵۰ زره ۴۶۸ تنه، په انګلستان کې ۳۳ زره ۷۱۸ تنه، په سویس کې ۱۸زره ۸۲۷ تنه ، په ترکیه کې ۱۸ زره ۱۳۵ تنه، بلجیم کې ۱۵ زره ۳۴۸ تنه، هالنډ کې ۱۴ زره ۶۹۷ تنه، په اتریش کې ۱۱ زره ۷۶ تنه او په کاناډا کې ۱۱زره ۶۸ تنو ته رسیدلې ده.

د ویلو ده چې د کرونا ویروس له امله په نړۍ کې د مړو شمیره ۵۱ زره ۳۶۵ تنو ته لوړه شوې ده.


پيوندونه: #نړۍ , #کرونا ویروس

اړوند خبرونه