روسیې د کرونا ویروس ضد درملو د جوړولو نه خبر ورکړ
د روسیې د بیو میډیکال ادارې ویلي دي چې د کرونا ویروس ضد درمل يي جوړ کړي دي
پداسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۳۱ زرو تنو ته اوښتې او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره څه باندې ۶۵۰ زرو تنو ته رسیدلې ده روسیې روسیې د کرونا ویروس ضد درملو د جوړولو نه خبر ورکړی دی. دا ادعا د روسیې د بیومیډیکال فدرال ادارې کړې ده .
د روسیې د بیو میډیکال فدرال ادارې ویلي دي چې دا درمل يي د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې د مالاریا د ناروغۍ ضد د درملو له مخې جوړ کړي دي. ویل کیږي دا درمل د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د سیمپتومونو د لږولو سربیره ددې ناروغۍ د خپریدو مخنیوی هم کوي.
یادې شوې ادارې ویلي دي چې دا درمل د ناروغۍ د وجود په حجراتو د کووید ۱۹ ناروغۍ ډیر ژر اغیزو مخه نیسي او په مختلفو سویو کې د کووید ۱۹ د ناروغیو درملنې سره مرسته کوي.
روسي چارواکیو ددې درملو نه د اسانه او ډاډمنې تداوۍ په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي چې هر څه ژر به يي د کرونا ویروس په ناروغانو ازمایښتونه پيل کړي.
د ویلو ده چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د کرونا ویروس ضد د درملو او واکسین د جوړولو په خاطر چارې دوام لري.
یو څه موده مخکې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ هم د ملاریا د ناروغۍ درملو کلورکینو له مخې درملو جوړولو نه خبر ورکړی وو او ویلي وو چې د کووید ۱۹ ناروغۍ په تداوۍ کې ډیر ګټور دي. همداشان په امریکا کې ناروغانو ته ددې درملو د ورکولو سره یو تن ژوند د لاسه ورکړی وو.