د جرمني‌ د هسن ایالت د مالیې وزیر توماس شیفر مړ وموندل شو.

د جرمني‌ د هسن ایالت د مالیې وزیر ځان وژنه وکړه

1386983
د جرمني‌ د هسن ایالت د مالیې وزیر توماس شیفر مړ وموندل شو.

 

د جرمني‌ د ویسبادین د ښار څارنوالۍ او ویست هسن امنیې قومندانۍ ویلي‌ دي‌ چې د خوخیایم ښار د چټک ریل ګاډي‌ د پټلۍ ترڅنګ په سیمه کې د یو تن نارینه مړی پيدا کړ.

دا چې موندل شوي جسد کې ډیر زیات ټپونو شتون درلود سمدلاسه يي هویت تشخیص نشو. خو وروسته په معایناتو کې دا معلومه شوه چې موندل شوی جسد د هسن ایالت د مالیې وزیر توماس شیفر وو.

په څرګندونو کې راغلي‌ دي‌ چې د پیښې په اړه د عیني‌ شاهدانو سره د ترسره شوو ملاقاتونو ، په سیمه کې د تحقیقاتو او ارزونو په نتیجه کې داسې معلومیږي‌ چې شیفر ځان وژنه کړي‌ وي.

د جرمني‌ د هسن ایالت لومړي‌ وزیر والکر بوفیر  د ټویټر له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې د توماس شیفر کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړی دی او ویلي‌ دي‌ چې شیفر ناڅاپي‌ مرګ ډیر زیات دردولي‌ او خواشیني‌ کړي‌ دي.

د ویلو ده چې توماس شیفر چې د دوو بچو پلار وو د ۲۰۱۰ کال راهیسې د هسن ایالت د مالیې د وزیر په توګه يي دنده ترسره کوله.

د بله پلوه د جرمني په رسنیو کې به د توماس شیفر نه د هسن ایالت د لومړي وزیر بوفیر د رقیب او په نږدې راتلوونکي‌ کې د هغه د ځای نیوونکي‌ په توګه یادونه کیده.



اړوند خبرونه