په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۱۳۴ تنو ته لوړه شوه
په ایټالیا کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۶۶۴۱۴ تنو ته لوړه شوه
په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۹۱۳۴ ته لوړه شوه.
د ایټالیا د ملکي خوندیتوب ادارې په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي معلومات په پلازمینه روم کې د خبري رسنیو سره شریک کړل.
یادې شوې ادارې ویلي دي چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۶۶۴۱۴ تنو ته رسیدلې ده. که چیرې ددې شمیرې سره د مړو او روغو شوو کسانو شمیره اضافه کړو نو ۸۶۴۹۸ تنو ته رسیږي.
هغه وویل چې د کرونا په ویروس اخته د روغو شوو کسانو شمیره پرون ۱۰۳۶۱ تنه وه چې نن د ۵۸۹ تنو نورو کسانو د ښه کیدوسره دا شمیره ۱۰۹۵۰ تنو ته لوړه شوه.
د بله پلوه په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله ۴۶ تنو ډاکټرانو ژوند د لاسه ورکړی دی. په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د اصلي مبارزینو روغتیايي پرسونل نه ۴۶ تنو ډاکټرانو ژوند د لاسه ورکړی دی.