په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۶۸۲۰ تنو ته لوړه شوه
په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۸۲۰ ته لوړه شوه.
1384339
د ایټالیا د ملکي خوندیتوب د ادارې رئیس انګیلو بوریلي په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي معلومات په پلازمینه روم کې د خبري رسنیو سره شریک کړل.
هغه وویل چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۵۴۰۳۰ تنو ته رسیدلې ده. که چیرې ددې شمیرې سره د مړو او روغو شوو کسانو شمیره اضافه کړو نو ۶۹۱۷۶ تنو ته رسیږي.
هغه وویل چې د کرونا په ویروس اخته د روغو شوو کسانو شمیره پرون ۷۴۳۲ تنه وه چې د ۸۹۴ تنو نورو کسانو د ښه کیدوسره نن دا شمیره ۸۳۲۶ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۷۴۳ تنو کسانو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۸۲۰ تنو ته لوړه شوه.