په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۵۰۰ تنو ته نږدې شوه
په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په سلګونو تازه مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۴۷۶ ته لوړه شوه.
د ایټالیا د ملکي خوندیتوب د ادارې رئیس انګیلو بوریلي په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي معلومات د خبري رسنیو سره شریک کړل. هغه وویل چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۴۶۶۳۸ تنو ته رسیدلې ده. که چیرې ددې شمیرې سره د مړو او روغو شوو کسانو شمیره اضافه کړو نو ۵۹۱۳۸ تنو ته رسیږي.
هغه وویل چې د کرونا په ویروس اخته د روغو شوو کسانو شمیره پرون ۶۰۷۲ تنه وه چې د ۹۵۲ تنو نورو کسانو د ښه کیدوسره نن ۷۰۲۴ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې تیره ورځ په ایټالیا کې د کرونا ویروس پیدا کیدو راهیسې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پرون تر ټولو زیاتو کسانو ژوند د دلاسه ورکړی وو.
همداشان نن دا شمیره راټیټه شوه او ددې په هیله کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په برخه کې دا یو نوی پيل وي.
هغه زیاته کړه چې د ایټالیا د ملکي خوندیتوب د ادارې ۱۲ تنه چارواکي هم پدې ویروس اخته شوي دي چې په خپلو کورونو کې د قرنطین لاندې نیول شوي دي او خپل چارو ته هم د کور نه دوام ورکوي.
هغه وویل چې پخپله يي هم د کرونا ویروس معاینه وکړه چې له نیکه مرغه منفي وه.