په ایټالیا کې د مړو شمیره چین ته نږدې شوه
په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله ۴۷۵ تنو نور وکسانو هم ژوند د لاسه ورکړ
په ایټالیا کې چې د چین نه وروسته د کرونا ویروس نه تر ټولو زیات اغیزمن شوی د کرونا ویروس له امله ۴۷۵ تنو د ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۲۹۷۸ تنو ته لوړه شوه.
همداشان پدې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۳۵ زرو تنو ته اوښتې ده چې ویل کیږي ۷ سلنه يي روغتیايي پروسونل تشکیلوي.
همداشان په فرانسه کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۷۴ تنو ته لوړه شوې . په فرانسه کې د ولسمشر ماکرون په امر د ضروري حالاتو نه پرته نور په ګرځندوی محدودیت لګول شوی دی. په فرانسه کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره د ۹ زرو تنو ته اوښتې ده .
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل هیوادوالو ته په خطاب په خپله وینا کې پر هغوې د همغږۍ ښودولو او د قرنطین د مراعات کولو غږ کړی دی. هغې په خپله وینا کې وویل چې د یوې مودې لپاره ټاکل شوي مقرارت تطبیق او عملي کړۍ.
په جرمني کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده. د ویلو ده چې په جرمني کې د اسراییلو سفیر او یو تن ډیپلوماټ په کرونا ویروس اخته شوي دي.
ددې پیښې نه وروسته په جرمني کې د اسراییلو د سفارت ټول کارکوونکي او ډیپلوماټان په خپلو کورونو کې په قرنطین کې نیول شوي دي.
په شمالي مقدونیا کې ولسمشر د نوي کرونا ویروس له امله بیړنۍ حالت اعلان کړ. پدې هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۳۵ ته لوړه شوه. د لوډسپیکرونو نه په خلکو د کورونو نه د نه راوتو غږونه کیږي.
په امریکا متحده ایالتونو کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې ده. په امریکا کې د مړو شمیره ۱۵۰ تنو لوړه شوه. همداشان د امریکا ولسمشر ټرمپ د کاناډا سره د خپلو پولو د تړولو پریکړه.
په کاناډا کې هم د مړو شمیره ۸ تنو ته لوړه شوه. د کاناډا لومړی وزیر چې په قرنطین کې شتون لري د دریم ځل لپاره د کمرې مخ ته راڅرګند شو. هغه د کاناډا خلکو سره د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې پدې موده کې د ۸۲ میلیارده ډالرو مرستې اعلان وکړ. همداشان په کاناډا کې په رسمي توګه بیړنی حالت اعلان شوی دی.