د یونان لومړنۍ ښځینه ولسمشرۍ دنده پیل کړه
د یونان لومړنۍ ښځینه ولسمشرۍ کاترینا سایکلارالوپولو د لوړې په کولو سره خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.
د یونان نوې ولسمشرۍ په پارلمان کې لوړه وکړه. د لوړې په مراسمو کې د نوموړي هیواد لومړي وزیر، دکابینې بعضو وزیرانو، د سیاسي ګوندونو مشرانو او وکیلانو ګډون کړی وو.
د یونان لومړنۍ ښځینه ولسمشرۍ کاترینا ته د ددې هیواد اسقف اعظم لوړه ورکړه. ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو د پر ځای کولو نه وروسته د پارلمان د ودانۍ په مخکې د سینتاګما په میدان کې د مجهول سرتیري څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده.
ولسمشرې کاترینا د لوړې او مجهول سرتیري څلي ته د ګلانو ایښود د مراسمو د پر ځای کولو نه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړه او د پخواني ولسمشر نه دنده تسلیم شوه.
نوموړې به د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د یونان د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړي.
د دوره تسلیمۍ په مراسمو کې د کرونا ویروس د خطر او تدابیرو په خاطر ډیر کم کسان رابلل شوي وو. پدې مراسمو کې د یونان پخواني ولسمشر پروکوپیس پاولوپولوس هیچا ته لاس ورنکړ.
د یونان ولسمشره سایکلارالوپولو د لومړي وزیر میچوتاکیس په مشرۍ د نوي ډیموکراټ ګوند لخوا د نوماندې په توګه پارلمان ته معرفي شوې وه چې د پارلمان د ۲۹۴ رایو نه د ۲۶۱ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ په توګه وټاکل شوه.
نوموړې په هیواد کې په ځانګړې توګه د چاپیریال، لږه کیو او کډوالو د حقونو په اړه د فعالیتونو او حساسیت له امله مشهوره ده.