د روسیې پارلمان پوتین ته په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون د حق ورکولو لاره پرانیسته
د روسیې پارلمان دوما د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پنځم ځل لپاره د ګډون د اجازې ورکولو اړوند په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د روسیې پارلمان تیره ورځ په عمومي مجلس کې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په راتلوونکي کې هم د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ د لارې د پرانیستو اړوند په اساسي قانون کې تعدیل په اړه طرحه تصویب کړه.
د اساسي قانون د تعدیل طرحه د ۴۴ مخالفو رایو په مقابل کې د ۳۸۲ موافقو او یوې ممتنع رای سره تصویب شوه.
په روسیه کې واکمن د روسیې متحد ګوند په راتلوونکو ټاکنو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوماندۍ پر وړاندې د موجودو خنډونو د لرې کولو په خاطر پارلمان ته په اساسي قانون کې د تعدیل طرحه وړاندې کړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پارلمان ته ددې طرحې د وړاندې د کیدو نه مخکې وینا وکړه. هغه وویل چې په اساسي قانون کې دا ډول تغیرات د اندیښنې وړ خبره نده.
هغه پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې دا د روسې د خلکو غوښتنه ده چې په قدرت کې پاتې شي. ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې داسې ښکاره کړه چې دا د واک غوښتونکی ندی بلکې خلک نه غواړي چې له قدرت نه لرې شي.
د پارلمان لخوا د تصویب شوې طرحې له مخې به د ۲۰۲۰ کال د اپریل په ۲۲ مه نيټه په روسیه کې ټولپوښتنه وشي. په ټولپوښتنه کې په اساسي قانون کې د راتلوونکو دورو لپاره د ولسمشر پوتین د نوماندۍ پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو اړوند د تعدیل د منلو کیدو په صورت کې به پوتین تر ۲۰۳۶ کاله پورې د ولسمشر په توګه د دندې د ترسره کولو امکان پیدا کړي.
همداشان ولسمشر پوتین وویل چې د اساسي قانون د تعدیل دا مسئله باید د اساسي قانون محکمې ته وړاندې شي او دا خبره معلومه شي چې ایا دا تعدیل د اساسي قانون له پلوه ستونزه لري او که نه.
د ویلو ده چې ولادیمیر پوتین په ۲۰۰۰ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو . پوتین د دوه دورو ولسمشرۍ دندې نه وروسته په اساسي قانون کې هغه ته د دریمې دورې د اجازې د نه ورکولو له امله په ۲۰۰۸ کال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۱۲ کاله يي د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.
همداشان په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا په ټولټاکنو کې ګډون وکړ او د ۶۳ عشارهی ۶ سلنې د رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د ولسمشر په ټوګه وټاکل شو. پوتین د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې یو ځل بیا د ۷۶ عشاریه ۷۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د روسېې د موجود اساسي قانون له مخې د پوتین د دندې موده په ۲۰۲۴ کال کې پایته رسیږی او د بلې دورې لپاره د نوماندۍ حق نلري.
خو په روسیه کې واکمن ګوند په اساسي قانون کې د تعدیل سره غواړي چې د ولسمشر پوتین د نوماندۍ پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.
د بله پلوه د پارلمان لخوا په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه د طرحې د تصویبیدو نه وروسته په روسیه کې ځینې غبرګونونه پارولي دي. تیره ورځ یوې سل کسیزې ډلې د پارلمان دا اقدام وغنده او مظاهره يي وکړه.