په عراق کې دوه تنه امریکايي سرتیري ووژل شول.
امریکا په عراق کې د خپلو دوو تنو سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی
1375335
د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي ځواکونو قومندانۍ پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې " د عراق په شمال کې په غرنیزو سیمو کې د داعش ترهګرې ډلې په یوې هډې د عملیاتو پر مهال دوه تنه امریکايي سرتیرو د دښمن په برید کې ژوند د لاسه ورکړی دی. نوموړي امریکايي سرتیري د عراقي ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر پدې عملیاتو کې ګډون کړی وو."
په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات د عراق د اربیل او موصل ولایتونو ترمنځه د قره چوغ په غره کې ترسره شوي دي.