په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۹۴۵ تنو ته لوړه شوه.

د کرونا ویروس په چټکۍ سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته د خپریدو په حال کې دی

1370518
په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۹۴۵ تنو ته لوړه شوه.

 

د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې په هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۲۵ نوې مثبت پیښې ثبت شوي دي.

پدې ډول  د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۹۴۵ تنو ته لوړه شوه. ددې په مقابل کې  پدې ویروس د اخته تداوي شوو کسانو شمیره ۴۷ زره او ۲۰۴ تنو ته رسیدلې ده .

د بله پلوه په ایران کې هم  د کرونا ویروس په چټکه توګه د خپریدو په حال کې دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان  ایران ته د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر د متخصصینو نه جوړه ۶۶ کسیزه ډله  ډاکټران استولي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د متخصصو ډاکټرانو دا ډله  د ایران سره  د کرونا ویروس ناروغۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د مرستې په موخه پلازمینې تهران ته استول شوي دي.

نوموړي  ډاکټران به  د ایران د روغتیايي مقاماتو او مسئولینو سره په ګډه کار وکړي. د بعضو روغتیايي مرکزنو او لابراتوارونو نه به لیدنه وکړي او ایراني پرسونل ته به لارښونې وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې په ایران کې د کرونا ویروس شاوخوا هیوادونو باندې هم بدې اغیزې کړي دي. افغانستان، کاناډا، لبنان، پاکستان، کویټ، بحرین، عراق، عمان، قطر، متحده عربي اماراتو په ګډون یو زیات شمیر هیوادونو ته دا ویروس د ایران نه انتقال شوی دی.

همداشان په سعودي عربستان، سینګال، تونس، اردن او مراکش کې د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

په عراق کې د کرونا ویروس مثبتو واقعو شمیره ۲۱، په لبنان کې ۱۳ ، په اسراییل کې ۱۲ او په قطر کې ۷ ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه