پوتین : د هیچا سره د جګړې نیت لرو
پوتین : د هیچا سره د جګړې لپاره چمتوالی نه نیسو
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې هیواد يي د هیچا سره د جګړې لپاره چمتوالی نه نیسي.
هغه وویل چې روسیه د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي چې د چا په عقل کې د جګړې مسئله ځای په ځای نکړي.
روسیه د چا سره جګړه نه کوي او نه يي غواړي.
مونږ د چا سره د جګړې نیت نلرو. هغه زیاته کړه چې په دفاعي صنایعو په برخه کې به پانګه اچونو ته دوام ورکړي. روسیه د دفاعي صنایعو د لوړې بودیجې له پلوه د نړۍ په اوم کې ځای لري. د امریکا، چین، سعودي عربستان، انګلستان، فرانسې او جاپان دفاعي بودیجه زمونږ نه لوړه ده. روسیه هڅه کوي چې د هر کال په تیریدو سره د خپلې دفاعي بودیجه کچه راټيټه کړي.
پداسې حال کې چې د نړۍ د نورو هیوادونو پوځي بودیجې مخ په لوړیدو دي روسیه يي راټیټوي.
پوتین وویل چې روسیه اوس نور هیوادونه نه تعقیبوي. نن ورځ روسیه د نورو هیوادونو لخوا تعقیبیږي. روسیه نن ورځ د خپلو پوځي تولیداتو سره په نړۍ کې ځانګړی موقف او ځای لري.
د ویلو ده چې پوتین پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په ادلب کې د تاوتریخوالي کچه ښه لوړه شوې ده .