د امریکا متحده ایالتونو یو جګپوړی هیئت د ادلب په مسئلې د خبرو په خاطر ترکیې ته راځي.
امریکايي هیئت ترکیې ته راځي
1369794
په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا دایمې استازې کیلي کرافټ او د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز جیفري نن ترکیې ته راځي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې کیلي کرافت او جیمز جیفري به نن شپه ترکیې ته راشي د ترکیې د مقاماتو سره به د سوریې پر مسئلې خبرې وکړي.
امریکايي هیئت به په ترکیه کې د ملکي او مدني ټولنو د استازو هم لیدنه وکړي.
پدې لیدنه کې به په سوریه کې د اسد رژیم د روانو بریدونو له امله په رامنځته شوي انساني تراژیدۍ او فلاکت خبرې وکړي .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.