ناټو سازمان : ترکیه زمونږ یو ډیر قیمتي غړی هیواد دی او مرستو ته به ورسره دوام ورکړو

د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې  ترکیه د ناټو د سازمان یو ډیر قیمتي متحد او غړی هیواد دی او ددې هیواد د دفاعي هوايي سیستم سره مرستې او ملاتړ ته به دوام ورکړو.

1368661
ناټو سازمان : ترکیه زمونږ یو ډیر قیمتي غړی هیواد دی او مرستو ته به ورسره دوام ورکړو

 

د ترکیې په غوښتنه د ناټو د سازمان بیړنۍ غونډه پایته ورسیده.

د ناټو سازمان مشر ستولتنبرګ د غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې " د سوریې د ادلب پر سیمې د بشار اسد رژیم بریدونو ته دوام لري. نوموړي باید هر څه ژر په ۲۰۱۸ کال کې شوي اوربند ته غاړه کیږدي او په ادلب کې بند پاتو خلکو ته بیړنۍ مرستې ولیږي."

هغه وویل چې ترکیه د سوریې د مسئلې نه تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی. د ترکیې او ناټو سازمان ترمنځه د اړیکو کانالونه تل پرانیستي دي.

هغه زیاته کړه چې د ناټو سازمان ټولو غړیو هیوادونو ترکیې ته  د تسلیت مراتب وړانډې کړل  او د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.

هغه وویل چې ترکیه د ادلب په مسئله کې د ناټو سازمان ته وخت په وخت معلومات ورکوي.

د ناټو سازمان په توګه  د ترکیې نه په عمل کې هم  مرستو او ملاتړ ته دوام  ورکوو.

هغه وویل چې ناټو سازمان اوسمهال هم   ترکیې نه هر ډول مرسته او ملاتړ کوي.

د ناټو غړي او د ترکیې متحدین  ددې هیواد د لا زیاتو مرستو د څرنګتیا په مسئلې خبرې کوي.



اړوند خبرونه