د اروپايي ټولنې ۱۴ غړیو هیوادونو د سوریې پر رژیم پر ادلب د روانو بریدونو درولو غږ وکړ
د اروپايي ټولنې د ۱۴ غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې پر رژیم او ملاتړ کوونکو يي هر څه ژر پر ادلب د روانو بریدونو د درولو او د ۲۰۱۸ کال په مني کې شوي اوربند د عملي کولو غږ وکړ.
د فرانسې ، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا، پرتګال، بلجیم، ایستونیا، پولنډ، لیتوانیا، سویډن، ډنمارک، فلنډ او ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د جرمني د خبري اژانس لپاره ګډه مقاله لیکلې ده.
په مقاله کې د سوریې پر رژیم او ملاتړ کوونکو يي پر ادلب د روانو بریدونو د هر څه ژر د بندولو او د ۲۰۱۸ کال په مني کې شوي اوربند ته د بیرته ګرځیدو غږ شوی دی.
نوموړی په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې " د سوریې پر رژیم او ملاتړ کوونکو يي هر څه ژر پر ادلب روانو بریدونو د درولو او د نړۍوالو بشري حقونو د مسئولیتونو د پر ځای کولو بلنه ورکوو. "
همداشان په مقاله کې پر روسیې غږ شوی دی چې د ادلب د وحشت نه ډک وضعیت او حالاتو تر کنټرول لاندې د راوستو په خاطر د ترکیې سره د مذاکراتو پر پیلولو غږ کوو. همداشان د روسیې نه غوښتنه شوې ده چې د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې شمالي سیمو ته اړینو خلکو ته د مرستو رسولو غوښتنه ویتو نکړي.
په مقاله کې ویل شوي دي چې د سوریې ستونزه د پوځي نه بلکې د مذاکراتو او سوله ایزو لارو څخه د حل وړ ده خو له بده مرغه چې د اسد رژیم یواځې پوځي لارو ته مخه کړې ده .
همداشان د اسد رژیم په جینیوا کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي لخوا د اساسي قانون په اړه د روانو مذاکراتو او لیدونو کتنو پر وړاندې هم خنډونه جوړوي.
په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه باید په سوریه کې د جنګي جنایتونو ترسره کوونکي باید بې سزا پاتې نشي په اړه د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.