ټرمپ هندوستان ته ورسید
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې هندوستان ته ورسید.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ نه په هوايي ډګر کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي او ګن شمیر هندي او امریکايي چارواکیو هر کلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ټرمپ هندوستان ته د حرکت نه مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وو چې د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي سره ډیرې ښې اړیکې لري.
هغه ویلي وو چې په هندوستان کې به د میلیونونو تنو په ګډون په مراسمو کې ګډون وکړي.
همداشان دلته به میلیونونو تنو ته وینا وکړي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هندوستان ته د خپل سفر په چوکاټ کې به د د نړۍ په کچه مشهور د اګرا په ښار کې د تاج محل نه لیدنه وکړي.
همداشان هغه به هندوستان د لومړي وزیر مودي د زیږیدو ښار احمد آباد ته هم سفر وکړي.
ټرمپ به د هندوستان د احمد آباد په ښار کې جوړ شوی د نړۍ په کچه تر ټولو لوی د کریکټ لوبغالی هم پرانیزي.
ټرمپ به د خپل دې سفر په ترڅ کې د هندي مقاماتو سره د پاکستان سره د اړیکو او کشمیر په مسئلې هم خبرې وکړي.