د جرمني د هاناو په ښار کې په دوو قیلون خونو وسله وال بریدونه شوي دي.
د جرمني د هاناو په ښار کې دوه جلا جلا خونړي بریدونه شوي
د جرمني نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د نوموړي هیواد د هیسن ایالت اړوند هاناو په ښار کې په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې بریدونو کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
د سویلي هیسن ایالت د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې برید تیره شپه په ځايي وخت د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه. د برید جزیات لا تر اوسه پورې په کامله توګه په ډاګه شوي ندي.
پولیسو ویلي دي چې برید د دوو تنو لخوا شوی دی. برید کوونکي په خپلو کورونو کې مړه موندل شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو لومړی په یوې قایلون خونې وسله وال برید وکړ او وروسته په خپل موټر کې د سیمې نه وتښتید. همداشان برید کوونکو ۲ نیم کیلومتره لرې په یوې بلې قیلون خونې هم وسله وال برید وکړ. په دواړو بریدونو کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان د برید کوونکو سره د مړو شمیره ۱۱ تنو ته لوړه شوه. پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکو په کورونو يي چاپه واچوله خو د دواړو مړي يي وموندل.
د پیښې د قربانیانو او برید کوونکو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.