په هندوستان کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په هندوستان کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
1358594
د نوې ډیلۍ نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د نوموړي هیواد د اترپردیش په ایالت کې د اګره لکهنو په لویه لاره کې یو بس موټر په لاره کې ولاړې یوې لارۍ سره وجنیګدو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په رپوټ کې راغلي دي چې د مساپرو بس چې د نوي ډیلۍ نه بهار پر لورې روان وو د اترپردیش ایالت اړوند د فیروزآباد ښار ته نږدې په لویه لاره کې د یوې لارۍ سره چې د ټیر د بدلولو په خاطر ولاړه وه وجنګید. په پیښه کې ۱۶ تنه مړه او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.