ټرمپ او میرمن يي هندوستان ته سفر کوي

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  او میرمن يي میلانیا ټرمپ هندوستان ته سفر کوي.

1356980
ټرمپ او میرمن يي هندوستان ته سفر کوي

 

د سپینې ماڼۍ  د رسنیو دفتر ویلي دي چې  ولسمشر ټرمپ او میرمن به يي  د فبروري په ۲۴ مه نیټه  د دوه ورځني سفر په ترڅ کې هندوستان ته لاړ شي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې  ټرمپ  جوړه به  د پلازمینې  نوې ډیلۍ سربیره د ګجرات ایالت د احمد آباد د سیمې نه هم  لیدنه وکړي.

د ویلو ده چې  ټرمپ  د تیرې اونۍ په پای کې د هندوستان د لومړي وزیر مودي سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.

دواړو مشرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې  دا سفر به د امریکا او انګلستان ترمنځه ستراتیژیک شراکت لا پسې مضبوط او د امریکا او هندوستان د خلکو ترمنځه به اړیکي لا پسې قوي کړي.



اړوند خبرونه