په امریکا کې الوتکې سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو د لوئیزیانا په ایالت کې یوې الوتکې سقوط وکړ.
1354905
د لوئیزیانا ایالت د جاکسن پاریش د رسیمې د پولیسو مشر اندي برون خبري رسنیو ته ویلي دي چې یاده شوې الوتکه چې د لوئیزیانا ایالت د میسیسیپي جاکسن د ښار نه الوتنه کړې وه د چاتهام په شمال کې ولویده.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې په الوتکه کې د سپرو درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پيښې لامل ناڅرګند دی خو په اړه يي څیړنې پيل شوي دي.