هغه شپږو هیوادونو چې وګړو د ایران لخوا په ویشتل شوې الوتکه کې ژوند د لاسه ورکړی د غرامت غوښتنه کوي
هغه شپږو هیوادونو چې وګړو يي د ایران لخوا په ویشتل شوې اوکرایني الوتکه کې ژوند د لاسه ورکړی دی د ایران نه پدې برخه کې د ټولو مسئولیت منلو، په نړۍواله کچه د تحقیقاتو پیلولو او قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان، انګلستان، اوکراین، کاناډا، سویډن او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د انګلستان په پلازمینه لندن کې غونډه وکړه.
د نوموړو هیوادونو وزیرانو پدې غونډه کې د حساب ورکونې، شفافیت او عدالت د تامین په اړه په یو چوکاټ تفاهم وکړ.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې " د هر څه نه مخکې ایران باید اړوند هیوادونو چارواکیو ته د قونسلي خدماتو په برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د ایران نه غوښتنه وکړه چې ددې پيښې د قربانیانو ثبیت هویت باید د شفافیت او نړۍوالو ستندردونو په مطابق ترسره شي او د کورنیو او خپلوانو لخوا يي مړي خپلو هیوادونو ته د انتقالولو په صورت کې د هغوې غوښتنو ته درناوي وکړي.
هغه وویل چې هغه هیوادونه چې پدې پيښه کې خپل وګړي د لاسه ورکړي دي د خپلواکه او شفافه نړۍوالو تحقیقاتو غوښتنه کوي. ایران باید پدې برخه کې ټول مسئولیت په غاړه واخلي او غرامت ورکولو په ګډون د قربانیانو د کورنیو پر وړاندې خپل ټول مسئولیتونه پر ځای کړي.
د کاناډا لومړي وزیر پر ایران غږ وکړ چې ددې پيښې د قربانیانو کورنۍ د جواب غوښتنه کوي، نړۍواله ټولنه د جواب غوښتنه کوي او نړۍ د جواب په تمه ده. تر کومه چې مونږ دا جواب ترلاسه نکړو چپ نه پاتې کیږو.
د یادولو وړ ده چې د اوکراین یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د جنوري په ۸ مه نيټه د ایران د پلازمینه تهران نه د اوکراین د پلازمینې کیف پر لورې روانه وه د ایران لخوا په تیروتنه کې وویشتل شوه. پدې پیښه کې ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ. سره ددې چې ایران لومړی د الوتکې د ویشتلو نه انکار وکړ چې ۳ ورځې وروسته يي اعتراف وکړ.
د ایران لوی درستیز وویل چې دې الوتکې په تهران کې د یوې ډیرې حساسې نقطې د پاسه الوتنه کوله چې په تیروتنه کې د دفاعي ځواکونو لخوا وویشتل شوه.