ترودو د ایران لخوا د مساپروړونکې الوتکې د ویشتل کیدو په اړه یو ځل بیا ډیر سخت غبرګون وښود
د کاناډا لومړي وزیر جاستین تروډو د ایران د دافع هوا سیستم لخوا په تیروتنه کې د ویشتل شوي اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
د کاناډا لومړي وزیر جاستین تروډو د ایران د دافع هوا سیستم لخوا په تیروتنه کې د ویشتل شوي اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې په اړه وویل که چیرې پدې سیمه کې تاوتریخوالي تاوتریخوالي ته لمن نوی وهل شوي اوس به زمونږ دا هیوادوالو ټول ژوندي وی.
ټرودو دا څرګندونې د ګلوبل نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل " که چیرې پدې وروستیو کې په سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن نوی وهل شوي هغه کاناډایان به اوس په خپلو کورونو کې د خپلو کورنیو سره یو ځای ناست وای. دا معلومه خبره ده چې د جنګ جګړو په شرایطو کې دا ډول پيښې رامنځته کیږي خو بدل یی تل معصوم او بې ګناه انسانان پرې کوي."
ټرودو وویل چې د کاناډا ټول خلک ددې غمیزې او دردناکې پیښې له امله ډیر خواشیني دي او دا چې دا پیښه څه ډول رامنځته شوه په اړه د غوڅ ځواب په تمه دي او په راتلوونکې کې دیته د ورته پيښې د نه تکراریدو په خاطر د ضمانت غوښتنه کوي. د ایران حکومت باید زمونږ دې غوښتنې ته په ډیر دقت سره توجه وکړي.
د ویلو ده چې د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه چې د تهران د امام خمیني د هوايي ډګر نه د اوکراین د پلازمینې کیف پر لورې الوتنه کړې وه د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا په تیروتنه کې په توغندي وویشتل شوه. پدې پيښه کې ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ایران لوی درستیزوالۍ د پيښې نه درې ورځې وروسته اعلان وکړ چې د اوکراین د هوايي کرښو اړوند مساپر وړونکې الوتکه په پلازمینه تهران کې د ډیرې حساسې پوځي نقطې د پاسه وه چې د دفاعي ځواکونو لخوا په تیروتنه کې د توغندي سره وویشتل شوه.