ټرمپ د سلیماني د وژلو په اړه سنا مجلس ته معلومات ورکوي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د سپاه پاسداران د څانګې د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژلو نه وروسته د ایران او عراق د پرمختګونو په اړه مشرانو جرګې ته معلومات ورکوي.
ټرمپ به د سبا چارشنبه د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګډون وکړي او د سلیماني د وژلو په اړه به سنا مجلس ته پوره معلومات ورکړي. د سنا د مجلس پدې غونډه کې به د ټرمپ سربیره د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع وزیر مایک اسپر، لوی درستیز مارک میلي او د امریکا د مرکزي استخباراتو د تشکیلاتو رئیس ګینا هاسپل هم ګډون وکړي.
ټرمپ او د هغه د حکومت د امنیتي ارګانونو مشران به په عراق کې د قاسم سلیماني د وژلو او د وژنې نه وروسته په عراق او ایران کې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه د سنا مجلس ته د ټولو جزیاتو سره هر اړخیز معلومات وړاندې کړي.
د ویلو ده چې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د جنوري په دریمه نیټه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د څانګې قدس د عمومي قومندان جنرال قاسم سلیماني او د حشد الشعبي د ډلې د مرستیال ابو مهدي المهندسي د موټرو پر کتار د عراق د پلازمینې بغداد د هوايي ډګر تر څیرمه هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې قاسم سلیماني او المهندي سربیره لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
ایران د امریکا نه د سلیماني د وژلو د ډیر سخت انتقام اخیستو ګواښ وکړ. د ایران دیني رهبر ایت الله علي خامنه يي وویل چې " د سلیماني د وژلو سره د هغه لار او مبارزه پایته نه رسیږي بلکې تر بري به دوام وکړي. مجرمینو ته ډیر سخت انتقام انتظار باسي. "