ټرمپ داځل د عراق حکومت وګواښه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د عراق د پارلمان لخوا د عراق نه هر څه ژر د امریکايي ځواکونو د ویستو اړوند د فیصلې د تصویبولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او عراق يي وګواښه.

1335258
ټرمپ داځل د عراق حکومت  وګواښه

 

هغه وویل " که چیرې  عراق  غواړي چې زمونږ ځواکونه د خپل هیواد نه وباسي  او دا کار په دوستانه شکل سره ونکړي  داسې  بندیزونه به پرې وضع کړو چې  تر اوسه پورې ساری  لیدل شوی نوي. په ایران لګیدلي  بندیزونه يي په مقابل کې ډیر ضعیفه پاتې شي. "

ټرمپ  دا څرګندونې  د فلودریدا نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وکړې.

هغه  د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو  اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل چې

" مونږ  په عراق کې  تر ټولو ستره  پوځي هډه جوړه کړې ده . په میلیاردونو ډالره پرې  لګښت  راغلی   دی . البته چې دا هډه  زما  د دورې نه  مخکې  جوړه شوې ده . خو که چیرې د عراق  حکومت  دا لګښت مونږ ته رانکړي  مونږ  د عراق نه  نه وځو."

هغه  د عراق  حکومت  ته ډیر سخت ګواښ وکړ او وویل " که چیرې  عراق  غواړي چې زمونږ ځواکونه د خپل هیواد نه وباسي  او دا کار په دوستانه شکل سره ونکړي  داسې  بندیزونه به پرې وضع کړو چې  تر اوسه پورې ساری  لیدل شوی نوي. په ایران لګیدلي  بندیزونه يي په مقابل کې ډیر ضعیفه پاتې شي. "

ټرمپ  د هغه پوښتنې په ځواب کې چې  پرون مو   ایران  په ۵۲ هدفونو  چې کولتوري سیمې هم  پکې شتون لري  په بریدونو وګواښه  چې دې مسئلې ځینې  غبرګونونه پارولي دي څه نظر لرۍ؟ داسې وویل " هغوي  زمونږ  د وګړو د وژلو، د هغوې د ټپي کولو او معیبولو، په لارو کې  د بمونو خښولو او د بې ګناه انسانانو د وژلو اجازه لري  او مونږ  د ایران په کولتوري سیمو  د  برید کولو اجازه نه لرو. داسې کومه دنیا  شتون نلري. "

همداشان ټرمپ  یو ځل بیا  ایران ته ګواښ وکړ که چیرې  د قاسم سلیماني  د غچ اخیستو  هڅه وکړي  داسې  ځواب به ورکړو چې  په ټول ژوند کې هیر نکړي.

ټرمپ  د سلیماني په اړه وویل چې  په ځانګړې توګه په تیرو ۱۸ میاشتو کې خپل هیواد  په ډیره خطرناکه  لاره  روان کړی وو.  



اړوند خبرونه