په لیبیا کې د ملي وفاق حکومت ځواکونو د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر ۳ تنه جنګیالي اسیر ونیول.
په لیبیا کې د ملي وفاق حکومت اړوند ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي
د ملي وفاق حکومت اړوند ځواکونو د برکان الغضب په نامه د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د پلازمینې ترابلس په سویلي برخو کې بعضې سیمې د حفتر د ځواکونو نه بیرته نیولي دي. همداشان د ملي وفاق حکومت پلوي ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.
د ملي وفاق د حکومت یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددوې ځواکونه د ګیریان د سیمې سویل لورې ته د کافیرا د سیمې پر لورې پرمختګ ته دوام ورکوي. د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر اړوند ۳ تنه اورپکي نیول شوي او یو زیات شمیر موټرې امنیتي ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.
د ویلو ده چې په لیبیا کې کودتاچي جنرال خلیفه حفتر د ۲۰۱۹ کال د دسمبر د میاشتې په ۱۲ مه نيټه د ترابلس د نیولو په خاطر ستر تعرض پيلولو امر کړی وو.
هغه د تیر کال د اپریل په ۴ مه نيټه هم خپلو ځواکونو ته د ترابلس د نیولو په خاطر د ستر تعرض د پیلولو امر کړی وو او ادعا کړې وه چې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې به ټول ترابلس ښار ونیسي.
ددې په مقابل کې بیا د ملي وفاق حکومت اړوند ځواکونو د برکان الغضب پوځي عملیات پيل کړي وو او حفتر ځواکونو ستر تعرض يي په شا تنبولی وو.