په تایوان کې پوځي چورلکې سقوط وکړ
په تایوان کې یوې پوځي چورلکې چې لوی درستیزوال هم پکې سپور وو سقوط کړی دی.

په تایوان کې یوې پوځي چورلکې چې لوی درستیزوال هم پکې سپور وو سقوط کړی دی.
د ټایوان د ځايي رسنیو د خبر له مخې دا پیښه نن د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي چورلکه د نوموړي هیواد پلازمینې ته نږدې په غرنیزه سیمه کې لویدلې ده.
د تایوان رسمي خبري اژانس بیا ویلي دي چې پدې چورلکه کې ۱۳ تنو شتون درلود او د ۱۱ تنو د ژغورل کیدو نه خبر ورکړی وو خو کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې د ۸ تنو مړي وو وموندل.
د ټایوان رسمي خبري اژانس د لوی درستیزوال د ژغورل کیدو نه هم خبر ورکړی دی خو د ژغورنې ډلو بیا ویلي دي چې لوی درستیز هم ددې پيښې د قربانیانو په منځ کې دی.
ویل کیږي چورلکه د نوي کال د لمانځونو په چوکاټ کې د پلازمینې نه د شمالي ښارونو پر لورې روانه وه .
د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
اړوند خبرونه

فلسطینۍ محصلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د لاس ورکولو نه ډډه وکړه
فلسطینۍ محصلې د فراغت په مراسمو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته لاس ورنکړ